د افغانستان د خبریالانو مرکز نن شنبه د (تلې ۲۶مه) ویلي، چې د طالبانو لهخوا د شمشاد راډيو او ټلوېزیون تړل غندي او له طالبانو غواړي، چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC)د طالبانو له خوا د شمشاد راډيو او ټلویزیون بندول د خپلواکو رسنیو په کار کې څرګنده لاسوهنه بولي او دا کار غندي.
دې مرکز په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي او دې رسنۍ ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي. دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان یوه خپلواکه رسنۍ تړي، تر دې مخکې یې نورې غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ هم بندې کړي دي.

