نتنیاهو: په قطر کې مېشته د حماس مشران د جګړې د پای خنډ دي

۱۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړي وزیر«بنیامین نتنیاهو»ویلي، د حماس لوړپوړي مشران چې په قطر کې اوسیږي، د غزې د خلکو په اړه هېڅ پروا نه لري او د اوربند ټولې هڅې یې له خنډ سره مخ کړې دي.

نتنیاهو، پر ایکس خواله رسنۍ په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د دغو مشرانو شتون د جګړې د پای او د اسیرانو د خوشې کېدو په وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.

هغه زیاته کړه:« په قطر کېمېشت د حماس مشران د جګړې اوږدولو لپاره په قصدي ډول د اوربند هڅې شنډوي. که له منځه یووړل شي، د جګړې د ختمېدو او د ټولو اسیرانو د خوشې کېدو لوی خنډ به له منځه ولاړ شي.»

نور خبرونه

رادیو