حماس: د ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره خبرو اترو چمتو یو

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۶

تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته د اوربند د نوي وړاندیز او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره «وروستی خبرداری» ورکړ، دغه ډلې په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ: «چمتو دي چې سمدستي د خبرو مېز ته حاضر شي، څو د ټولو بندیانو د ازادېدو په اړه خبرې وکړي.»

حماس زیاته کړه، دوی چمتو دي ترڅو مذاکرات هغه وخت وکړي چې «د جګړې د پای روښانه اعلان وشي، له غزې بشپړه شاتګ وشي او د غزې د ادارې لپاره د خپلواکو فلسطینیانو یوه کمېټه جوړه شي.»
د حماس په اعلامیه کې ویل شوي، دې ډلې «د اوربند د ترلاسه کولو لپاره له امریکا څخه ځینې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.»
حماس همدارنګه وویل، چې له «منځګړیو سره په پرله‌پسې اړیکه کې دي» څو دغه وړاندیزونه په داسې یوې هراړخیزې هوکړې بدل کړي، چې د دوی غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.
د امریکا ولسمشر په دې څرګندونو ټینګار وکړ، چې ټول د غزې د جګړې پای او د حماس له بند څخه د یرغمل شویو د خوشې کېدو غوښتونکي دي. هغه اعلان وکړ چې اسراییلیانو د جګړې د ختمېدو په تړاو د ده شرطونه منلي دي او اوس وخت رارسېدلی، چې حماس هم دغه شرطونه ومني.

نور خبرونه

رادیو