پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لیکلي چې له پاکستان نه د ثبت ثبوتلرونکو افغان کډوالو ایستلو بهیر چټک شوی دی. په جبري توګه ایستل ۱۹۱ سلنې او په خپله خوښه بیا ۲۵۴ سلنې ته لوړه شوې ده. ۵۵ زره افغانان یوازې د اګسټ په وروستیو څلورو ورځو کې افغانستان ستانه شوي دي.
ډان ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا UNHCR د راپور لهمخې لیکي، د روان کال د په اګسټ میاشت کې له پاکستان نه د افغانانو ستنېدل د جولای پرتله ۲۵۴ سلنه ډېر شوي دي.
د ورځپاڼې په حواله، د افغان کډوالو په زور شړل (deportations) ۱۹۱ سلنه ډېر شوي چې دا له پاکستان نه د غیرقانوني وګړو د ایستلو پلان (IFPR) د درېیم پړاو برخه ده.
له اپرېل راهیسې شاوخوا ۵۷ زره او ۳۰۰ افغانان نیول شوي او زنداني شوي چې دPoR کارټلرونکي افغانان هم پهکې شامل دي.
د راپورونو له مخې، د سپټمبر تر ۴مې نېټې پورې ۵۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستان نه ستانه شوي دي. ۱۴۵ زره او ۲۰۰ یې یوازې د اګسټ په میاشت کې او نږدې ۵۵ زره یې د اګست په وروستیو څلورو ورځو کې ستانه شوي دي.
د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا افغانان دبلوچستان په چاغي کمپ، پښین او اسلاماباد کې نیول شوي دي.