د اسراییل پخوانی دفاع وزیر: د خامنه‌یي له منځه وړل باید د راتلونکي پلان یوه برخه وي

AP ۱۴۰۴ وږی ۸

د اسراییل پخواني دفاع وزیر یواف ګالانټ په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې اسراییل به بیا پر ایران برید وکړي او ټینګار یې کړی: «که څه هم خامنه‌یي په دې دور کې ونه وژل شو، خو د هغه له منځه وړل باید په نوې جګړه کې د اسراییل د هر پلان برخه وي.»

هغه د ایران د اټومي پروګرام د وضعیت په اړه وویل: «ښایي داسې سناریو وي چې په کوم ځای کې مواد زېرمه شوي وي او د غني کولو وړتیا ولري. خو مهم ټکی دا دی چې ایرانیان نه پوهېږي چې موږ څنګه د استخباراتي معلوماتو له لارې هغوی ته نفوذ کړی دی او نه پوهېږي چې موږ څه معلومات لرو.»
ګالانټ زیاته کړه، چې د ایران لپاره تر ټولو مطلوبه ګزینه د اټومي وسلې ترلاسه کول دي، ځکه چې دا دوی ته یو ډول خونديتوب ورکوي. خو هغه همداراز خبرداری ورکړ: «دا تر ټولو خطرناکه ګزینه هم ده، ځکه چې ایران به بیا هم د اسراییل پر وړاندې زیان‌منونکی پاتې شي.»

نور خبرونه

رادیو