د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې، چې ښايي په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې باران ووریږي او سیلابونه راووځي.
دغې ادارې وړاندوینه کړې، چې د یکشنبې په ورځ به په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
همدارنګه یادې ادارې ویلي، چې په سوېل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې به یې چټکتیا په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره وي.