د نورستان ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۶مه) د ازادې بولۍ له لارې د ۵ میلیونه او ۳۶۶ زره افغانیو په ارزښت ۱۲۵ کیلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورل شوې.
د نورستان ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید الرحیم عمير وايي، دغه ډبرې چې بېروج او کنزیټ دي د وانټ وایګل ولسوالۍ له کانونو ترلاسه شوي او د پلور له اړخه به یې ۵۳۶ زره او۶۰۰ افغانۍ د دولت خزانې ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا، په دې بولۍ (داوطلبۍ) کې د ۱۵۰ داخلي سوداګرو ترڅنګ په لومړي ځل د هند یو شمېر سوداګرو هم ګډون درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې بیا ۱۰ کیلوګرامه بېروج د ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانیو په ارزښت پلورلې وې.
طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو په نورستان او کونړ کې د بېروج ګران بیه ډبرې پلورلې دي. په دغو دوو ولایتونو کې د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.
د راپورونو له مخې؛ په نورستان او کونړ کې په ناقانونه توګه هم د طالبانو د ځینو قوماندانانو له لوري کانونه کېندل کېږي، چې ترلاسه کېدونکي عواید یې د دغه ډلې د ځینو لوړپوړو غړو جېبونو ته ځي.
همدا راز نیوکې کېږي، چې په یادو ولایتونو کې په خورا غېرمسلکي توګه کانونه کېندل کېږي.
همدا راز پر طالبانو تور دی، چې د افغانستان په کانونو یې منګولې ښخې کړي او پرته له ځانګړو معیارونو یې د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره تړونونه کړي.
وېره ده، چې د دغو خپلسرو او نامعیاري تړونونو له کبله به د افغانستان کانونه تر سختو اغېزو لاندې راشي او دغه طبیعي شتمني یې د لوټ کېدو له ګواښ سره هم مخ کړي دي.