هند د پاکستان د لوی درستیز د اټومي ګواښ پر راپورونو توند غبرګون وښود

پرون

هند د دوشنبې په ورځ خپل ګاونډی پاکستان د «اټومي تورې ښورولو» او «بې‌ مسوولیتۍ» په تور تورن کړی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د امریکا په سفر کې ویلي، چې «موږ یو اټومي ملت یو. که فکر وکړو چې ډوبیږو، نیمه نړۍ به له ځان سره ډوبه کړو».

د راپورونو له مخې، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د امریکا د سفر پرمهال په جنوبي اسیا کې د اټومي ګواښ په تړاو خبرې کړې وې.

د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د منیر د څرګندونو په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

رویټرز وايي، منیر دا څرګندونې د شنبې په ورځ د امریکا په فلوریډا ایالت کې کړې وې، چې له ۱۰۰ زیات کسان ورته راټول شوي وو.

هند او پاکستان دواړه اټومي وسلې لري او په می میاشت کې د لنډ وخت لپاره سره ونښتل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل: «اټومي توره ښورول د پاکستان عادت دی».

نوموړي زیاته کړه: «نړیواله ټولنه کولی شي د دې ډول څرګندونو د بې‌مسوولیتۍ په اړه خپله پایله واخلي».

په هغه متن کې چې د پاکستان امنیتي چارواکو خپور کړی، منیر ویلي دي: «د (هند) تیریو سیمه د یوې خطرناکې جګړې تر څنډې رسولې ده، چې د هر ډول غلط اټکل له امله دوه اړخیزه شخړه به ستره تېروتنه وي».

منیر د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل کوریلا د ستاینغونډې لپاره واشنګټن ته تللی و.

هند مخکې هم د منیر د سپینې ماڼۍ پر سفر واشنګټن ته خصوصي ډیپلوماتیک اعتراض وړاندې کړی و.

نور خبرونه

رادیو