شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه «پوځي پاروونه» بللې ده

۱۱ ساعتونه مخکې

شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا له‌خوا د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د ګډو پوځي تمرینونو د ترسره کولو اعلان «پوځي پاروونه» بللې او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.

د شمالي کوریا د دفاع وزیر وايي، پوځ یې د دغه اعلان شویو ۱۱ ورځنیو تمرینونو پر وړاندې د ملي امنیت د ساتنې ماموریت په غاړه لري.

تمه کېږي، چې سوېلي کوریا او امریکا به (د اګسټ له ۱۸مې نېټې) په لویه کچه ګډ پوځي تمرینات پیل کړي؛ خو د هوا د خرابېدو له کبله یې یوه برخه په راتلونکې میاشت کې پلان شوې ده.

نور خبرونه

رادیو