اروپا او اوکراین د ټرمپ او پوتین له لیدو وړاندې پر امریکا فشار راوړي

۲۳ ساعتونه مخکې

د ټرمپ او پوتین د لیدو په درشل کې اروپایي چارواکو د شنبې په ورځ د اوکراین د سولې وړاندیزونه متحده ایالاتو ته وسپارل. په دغه وړاندیز کې له هر ډول بل ګام نه وړاندې د اوربند د ټینګېدو شرط او د هر ډول ځمکنۍ معاملې لپاره د دواړو لوریو متقابل مکلفیت د قوي امنیتي تضمینونو سره شامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اګست په ۱۵مه به په الاسکا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري. هغه وویل، چې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په ګډون ټول اړخونه یوې داسې هوکړې ته نږدې شوي دي، چې کولای شي جګړه پای ته ورسوي.
د دې احتمالي هوکړې جزیات تر اوسه نه دي اعلان شوي، خو ټرمپ ویلي چې دغه هوکړه به «د دواړو لوریو په ګټه د ځمکو د تبادلې یوه بڼه» ولري.
ویل کېږي، چې زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ مسکو ته د ټرمپ د استازي سټیو ویتکاف تر سفر وروسته له اوکرایني متحدانو سره ګڼ تماسونه نیولي دي. هغه په اېکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «موږ د روښانه ګامونو او د خپلو شریکانو ترمنځ د اعظمي همغږۍ اړتیا لرو.»

نور خبرونه

رادیو