د اسراییل دفاع وزیر یسرايیل کاتز ویلي، چې پوځ د حزب الله په څو ځایونو بریدونه کړی، چې په کې ختيځ بيکا، د دې ډلې د دقیقو توغندیو تولید تر ټولو ستر مرکز هم شامل دی.
د دوی په خبره د حزبالله د وسلو د تولید لوی مرکز د نومبر د اوربند راهيسې د اسراییل د پوځ له خوا څو ځله په نښه شوی.
کاتز زیاته کړه: «څو نور ځایونه چې حزب الله د خپلو وړتیاوو د بیا رغولو لپاره فعالیت کاوه هم په نښه شوي دي، د دې ترهګریز سازمان لخوا د بیا رغونې یا بیا ګواښ کولو هر ډول هڅه به د قاطع ځواک سره مخ شي.»
په ورته وخت کې د اسراییل پوځ تایید کړه، چې دوی په سویلي لبنان او د ختیځ بیکا په دره کې د حزب الله د ستراتیژیکو وسلو د تولید او ذخیره کولو زیربنا په وړاندې د هوایی بریدونو یوه څپه ترسره کړې او اعلان یې وکړ، چې په موخو کې د چاودیدونکو توکو د تولید مرکز او د ځمکې لاندې ځای شامل دی چیرې چې حزب الله دقیق لارښود توغندي تولید او ذخیره کوي.
د اسراییل پوځ زیاته کړه: «د حزب الله فعالیتونه د اسراییل او لبنان ترمنځ د شته تفاهمونو سرغړونه ده.»
د اوربند له پیل راهیسې د زمري میاشتي د ۹ نېټې له برید مخکي اسراییل پوځ د حزب الله ۲۳۴ غړي وژلي، شاوخوا ۹۰ د لانچ پیډونه، ۲۰ د قوماندې مرکزونه، ۴۰ «ترهګریز تاسیسات»، پنځه د وسلو تولید مرکزونه او د رضوان ځواکونو لپاره درې روزنیز کمپونه یې ویجاړ کړي دي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون د پنجشنبې په سهار د دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې په یوه ټلویزیوني وینا کې د شیعه وسله والې ډلې حزب الله او نورو سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل، چې خپلې وسلې د هیواد پوځ ته وسپاري.