یو ۱۸ کلن ځوان، چې د فرانسې او جرمني دواړو تابعیت لري، له جون میاشتې راهیسې په ایران کې ورک و او اوس د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی د یو جرم په تور نیول شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د نیول کېدو رسمي خبر یې د فرانسې سفارت ته استولی، خو د ځوان د تور په اړه یې نور جزییات نهدي وړاندې کړي.
یاد ځوان د ایران له لارې د سفر پر مهال ناڅاپه نادرک شوی و، چې وروسته یې د نیولو خبر ورکړل شو.
د فرانسې حکومت په دې اړه ویلي چې له ایراني چارواکو سره په تماس کې دی، خو له نورو څرګندونو یې ډډه کړې ده.