هبت الله د قاضیانو سیمینار ته: قاضي د امام وکیل دی او ټول نظام د محکمو ترشا ولاړ دی

۱۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر په کندهار کې د دې ډلې د قاضیانو او قضایي مسوولینو لپاره د درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار په مراسمو کې ویلي، چې قاضیان د امام وکیلان دي او امام منشور او اصول ور کوي.هغه ویلي، چې که قضا موجوده نه وي، ظالم به ظلم کوي، د مظلوم غږ به څوک نه اوري.

د طالبانو مرستیال ویاند د چارشنبې په ورځ ، د چنګاښ پر ۱۱مه د هبت الله وینا خپره کړې او وايي، چې په دغه سیمینار کې د طالبانو د سترې محکمې رییس، د سترې محکمې مرستیالان، د نظامي محکمې نظامي مرستیال، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، د چارو ادارې لوی رییس او نور لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو.

مولوي هبت الله اخوندزاده د سیمینار ګډونوالو ته په وینا کې د هغوی د خدمتونو ستاینه کړې او د قضا حکمت، حکم، اهمیت، شرف او مشروعیت یې د قران کریم او سنتو په رڼا کې تشریح کړی او ویلي یې دي، چېړد اسلام پیغمبر پخپله قضاوت کاوه، د شریعت احکام یې بیانول، فیصلې یې تنفیذولې او حدود یې تطبیقول.

هغه څرګنده کړې: «قضا په اسلامي نظام کې یو مهم رکن دی. په محاکمو کې د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کېږي. د عدل په نیت یو ساعت قضاوت کول د یوه کال عبادت ثواب لري. د قضا له لارې فتنې او فساد له منځه ځي، عدالت ټینګیږي او د اسلامي نظام بقا د عدالت په وسيله ممکنه ده».

هغه زیاته کړې چې که قضا موجوده نه وي، ظالم به ظلم کوي، د مظلوم غږ به څوک نه اوري، او فسادونه، فتنې او ناوړه اخلاق به په ټولنه کې خپاره شي.

طالب مشر د قاضیانو مقام د امام د استازي په توګه بللی او وايي، چې هغوی ته د امام له خوا ځانګړي اصول او منشور ورکول کېږي، څو په عدالت سره قضاوت وکړي او د خلکو اعتماد په اسلامي نظام ټینګ کړي او د خلکو حقوق خوندي کړي.

مولوي هبت الله اخوندزاده دا هم ویلي، چې د «جهاد» د اهدافو په پلیتابه کې د محاکمو لوی رول دی.

دا سیمینار د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې قضایي اداره له اسلام نه د خپل تعبیر په چوکاټ کې پیاوړې کړي او د خپل واک د مشروعیت لپاره یې وکاروي.

نور خبرونه

رادیو