د ملي دفاع وزارت یو شمېر پخوانيو مسلکي افسرانو او تخنیکي کارکوونکو له طالبانو غوښتنه کړې چې له دوی سره عادلانه او قانوني چلند وکړي او د بیا استخدام زمینه دې ورته برابره شي. دغه افسران وايي، ۲۰ سلنه کارکوونکي د تشکیلاتي تنقیص او نږدې ۵۰ سلنه نور د شفاهي تصمیمونو له لارې ګوښه شوي.
دغه کارکوونکي وایي، د طالبانو له حاکمیت وروسته دوی خپلو دندو ته ستانه شول ، خو اوس، شاوخوا څلور کاله وروسته، دوی له بېپامۍ او بېعدالتیو سره مخ دي.
د دوی په وینا، شاوخوا ۲۰ سلنه کارکوونکي د تشکیلاتي تنقیصله امله له دندو ایستل شوي، او نږدې ۵۰ سلنه نور بیا له دندو څخه د شفاهي او غیر رسمي تصمیمونو له لارې ګوښه شوي دي.
دغه راز، هغوی شکایت کوي طالبان، چې له دندو ایستل شوي، هره میاشت ۵۰۰۰ افغانۍ مرسته تر لاسه کوي، خو مسلکي کارکوونکو ته دا مرسته نه ده ورکړل شوې.
دوی دا چاره ناعادلانه او تبعیضي بولي.
دوی له طالبانو غوښتي چې له دندو ایستل باید قانوني، شفاف او عادلانه میتود ولري او د غیر رسمي او شفاهي برطرفیو لړۍ ژر تر ژره بنده شي.
دغه پخواني منصبوال وايي، مسلکي کارکوونکو ته دې هم د طالبانو په څېر میاشتنی ۵۰۰۰ افغانی معاش ورکړل شي او د دوی تخنیکي او مسلکي وړتیاو ته په کتو دې د بیا استخدام زمینه برابره شي.