په کندوز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې له خبریالانو غوښتي چې په بېلابېلو مراسمو کې د اسراف، موسیقۍ او نڅا د بندیز په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.
طالبانو د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر عملي کولو ټينګار کړی.
په کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د ناسمو رواجونو د مخنيوي په موخه د سیمه ييزو رسنیو د مسوولینو او خبریالانو سره ناسته تر سره کړې ده.
د دغه ولایت د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د «خېښيو، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو او له شریعت سره په ټکر کې رواجونو د مخنيوي» اړوند فرمانونه هم تشریح شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د ځوانانو چارو امر داد محمد منصور ویلي: «اسلام د منځلارېتوب دین دی، زموږ ټولنیز محفلونه باید له اسراف، ناروا رواجونو، موسیقۍ، ګډو نڅاوو او نورو ناسمو دودونو پاک وساتل شي.»
نوموړي له رسنیو غوښتې، چې دا «شرعي فریضه ده او د ولس مادي او معنوي سوکالي پکې نغښتې ده.»
طالبانو په دغه ولایت کې له رسنیو څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې باید د عامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېر ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې په هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه مادهییز فرمان صادر کړ.
د دې فرمان له مخې، په هېواد کې باید د هر ډول اسراف او ناسمو دودونو مخه ونیول شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو را رووسته دغه ډلې په ډېرو برخو کې بندیزونه لګولي.
موسیقي بنده، د ځوانانو پر ډېرو تفريحې لوبو بندیز دی، ښځې او نجونې له کار، زده کړو او یوازي سفر څخه منعه شوي او ان خلک پر دې ډلې له نیوکه کولو هم منعه شوي دي.
ډېری افغانان د طالبانو له دې کړونو په تکلیف شوي او له نړۍوالې ټولنې څخه د فشار راوړولو په تمه دي.