ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې پاکستان به د ۲۰۲۵ کال د روانې جولای میاشتې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري وکړي. دا شپږم ځل دی چې پاکستان د امنیت شورا مشري پر مخ وړي.
همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسلاماباد به دا مسوولیت په مشخصو موخو او ژمنتیا ترسره کړي او هڅه به وکړي چې د ملګرو ملتونو د منشور اصولو، نړیوالو قوانینو او څو اړخیزو همکاریو ته خپله ژمنتیا وساتي.
پاکستان ویلي، د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ د پیاوړي ملاتړ کوونکي په توګه، دغه هېواد امنیت شورا ته یو متوازن او اصولي لیدلوری راوړي، چې د پاکستان پر بهرني سیاست، د شورا پر وړاندې د پخوانۍ تجربې او د نړیوالې سولې د ټينګښت لپاره پر اوږد مهاله هڅو ولاړ دی.
د اعلامیې له مخې، پاکستان د جولای میاشتې لپاره د امنیت شورا د کار پروګرام په چمتو کولو کې شفاف او مشورتي چلند غوره کړی او پام یې کړی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې له یو بل سره تړلي امنیتي ګواښونه په دقیق ډول وڅېړي.
پاکستان به د خپلې مشرۍ پر مهال دوه مهمې ناستې هم مدیریت کړي، چې یوه به د “څواړخیزه همکارۍ او د شخړو د سولهییز حل له لارې د نړیوالې سولې او امنیت پیاوړتیا” په اړه علني بحث وي چې د جولای په ۲۲مه نیټه به ترسره شي او بل به د ملګرو ملتونو او ځینو سیمهییزو او فرعي سیمهییزو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ په اړه غونډه وي، چې په دې غونډه کې به خاص تمرکز پر دې وي چې ملګري ملتونه او د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) څنګه یو له بل سره مرسته کوي. دا غونډه به د جولای پر ۲۴مه ترسره شي.
اعلامیه زیاتوي چې د دې ناستو مشري به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کوي.
پاکستان ټینګار کړی چې د امنیت شورا له ټولو غړو سره به له نږدې کار کوي.