په لوګر کې د طالبانو د ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لومړۍ سروې له مخې په محمداغې ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له امله ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۰۰ نور یې په قسمي توګه تخریب کړي.
دوی زیاتوي په دې ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه له منځه وړې.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د لوګر ولایت مقام اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د زیانمن شویو سیمو ارزونه وکړي او له زیانمنو کورنیو سره د بېړنیو مرستو په برخه کې لازمې همغږۍ رامنځته کړي.