ایراني پولیس: د افغان کډوالې کبرا رضايي قاتل مو ونیوه

۱۹ ساعتونه مخکې

د ایران پولیسو خبر ورکړی چې د یوې افغان کډوالې کبرا رضايي قاتل یې نیولی دی. د تهران ولایت د پیشوای ولسوالۍ د پولیسو قوماندان اکبر عربي زیاته کړې چې له پوښتنو ګروېږنو وروسته، دې سړي پر جرم اعتراف کړی او دا مهال په زندان کې دی.

ایراني رسنیو د جمعې ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) راپور ورکړی چې پولیسو شکمن کس پېژندلی او سملاسي یې تر استخباراتي او عملیاتي څېړنو وروسته نیولی دی.

د راپورونو له ‌مخې، د کبرا رضايي په نوم د يوې افغانې کډوالې نجلۍ د جسد پاتې شونې د تهران په پاکدشت ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن ایراني وګړي په کور کې موندل شوې وې.

د ایران انصاف خبري اژانس په یوه راپور کې زیاته کړې وه چې د دې افغانې نجلۍ قاتل د هغې جسد ټوټه-ټوټه کړی او بیا یې د تېزابو په وسیله له منځه وړی و.

نور خبرونه

رادیو