ایران وايي له طالبانو سره دوامدارې اړیکې لري

۴ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تهران له طالبانو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

ددغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران ډیالوګ فورم کې د ګډون لپاره ایران ته ورغلی و او یو لړ لیدنې کتنې یې هم درلودې.

نوموړي زیاته کړه، « موږ له افغانستان سره د یوه ګاونډي هېواد په توګه، او د یوه داسې هېواد په توګه چې له موږ سره ژورې تاریخي او کلتوري اړیکې لري او همداراز د ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد له امله، چې ځینې ننګونې هم لري، په دوامداره اړیکه کې یو».

بقايي تهران ته د طالبانود بهرنیو چارو وزیر د سفر په تړاو وویل، چې « دا تګ راتګ د دواړو هېوادونو د ګټو د تامین لپاره اړین دی».

نور خبرونه

رادیو