اسراییل د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل چې د نتنیاهو د نیولو حکم لغو کړي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۲

اسراییل د جرمونو له نړیوالې محکمې رسمي غوښتنه کړې چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکمونه بېرته واخلي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د غزې جګړې پر سر د اسراییلي اعتراضونو د صلاحیت ارزونه پيل کړې ده.

د محکمې ویب‌پاڼې ته د مې پر۹مه نېټه وړاندې شوي اسناد، چې د اسراییل مرستیال لوی څارنوال ګیلاد لاسلیک کړي، ښيي چې تل ابیب همداراز غواړي په فلسطیني سیمو کې د احتمالي جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو په اړه د ای سي سي تحقیقات ودرول شي.

محکمې د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۲۱مه د نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر او د حماس یوه مشر ابراهیم المصري د نیولو حکمونه صادر کړي وو. محکمې د فبرورۍ په میاشت کې د راپورونو له مخې، چې وايي المصري وژل شوی، د هغه د نیولو حکم بېرته اخېستی.

اسراییل، چې د جرمونو نړیوالې محکمې صلاحیت نه مني او په غزه کې د جنګي جرمونو تورونه ردوي، د نتنیاهو او ګالانت پر ضد د حکمونو د قانونیت مخالفت کوي.

د اپرېل په میاشت کې، د محکمې د اعتراضونو څانګې حکم وکړ چې د قضاوت خونې قاضیان باید د اسراییل د اعتراضونو قانوني بنسټ وڅېړي.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا بیاکتنه به په کومه بڼه وي او د پرېکړې لپاره هم کوم وخت ټاکل شوی نه دی.

نور خبرونه

رادیو