د حماس یوه لوړپوړي غړي خلیل الحیه د یکشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې ۲۱ کلن اسراییلي-امریکایي یرغمل عدان الکساندر ډېر ژر خوشې کوي.
هغه وویل، چې دا یرغمل به د اوربند د هوکړې د ترلاسه کولو او غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو د اجازې د هڅو په ترڅ کې خوشې شي.
که څه هم د حماس یاد چارواکي د یرغمل د خوشې کولو دقیق وخت نهدی څرګند کړی، خو یوې باخبرې سرچینې رویټرز ته ویلي چې دا اقدام ښایي د سېشنبې په ورځ ترسره شي.
الکساندر چې ګومان کېږي د حماس په لاس کې وروستی ژوندی امریکايي یرغمل وي، له دې مخکې ازادېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته سفر وکړي.
خلیل الحیه ویلي، چې د دغه یرغمل د خوشې کولو هڅې د قطر، مصر او ترکیې په همکارۍ ترسره شوې دي.
یاده دې وي، چې اسراییل د مارچ په ۲مه د اوربند پر مهال غزې ته د هر ډول مرستو پر داخلېدو بندیز ولګاوه، چې تر اوسه لا هم دوام لري.
راپورونه وایي، چې د مرستو بندېدو له امله په غزه کې د خوړو کړکېچ خورا زیات شوی او نږدې ۳ لکه ماشومان د لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي.
سربېره پر دې، د ماشومانو لپاره د شېدو ځانګړې فارمولا او نور غذایي مواد نهرسېږي، چې له امله یې د ۳۵۰۰ نه ډېر شېدې خوړونکي ماشومان له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.