په اسمان کې ماڼۍ؛ قطر ټرمپ ته د ۴۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت الوتکه ډالۍ کړې

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۱

د قطر شاهي کورنۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یوه لوکسه او لویه الوتکه ډالۍ کوي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې دا الوتکه به د ولسمشر د رسمي سفرونو لپاره د «اېر فورس ون» په توګه وکارول شي.

د ډیلي ټېلګراف د راپور له مخې، دا الوتکه چې ارزښت یې شاوخوا ۴۰۰مېلیون ډالره ده، د ټرمپ د دویمې دورې د ولسمشرۍ پر مهال به د هغه په اختیار کې وي او بیا به د ۲۰۲۹ کال وروسته د ټرمپ یو خصوصي بنسټ ته وسپارل شي.

دا په دې معنا ده، چې ټرمپ به وکولای شي له ولسمشرۍ وروسته هم د یوه عادي وګړي په توګه له دې الوتکې ګټه واخلي.

دا کار د بهرنیو هېوادونو له‌خوا په واشنګټن کې د نفوذ رامنځته کولو د هڅو په اړه ډېرې اخلاقي او حقوقي پوښتنې راولاړې کړې دي.

ټاکل شوې ده، چې ټرمپ دا اونۍ سعودي عرب، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او تمه ده، چې په دې سفر کې له یادو هېوادونو سره څو تجارتي او امنیتي تړونونه هم لاسلیک شي.

اسماني ماڼۍ

د قطر بوینګ ۷۴۷-۸ الوتکه چې د "په اسمان ماڼۍ" شهرت لري، ژر تر ژره به د امریکا د ولسمشر د اړتیا وړ ځانګړو پوځي اسانتیاوو سره مجهزه شي.

ویل شوي، ټرمپ د فبرورۍ په میاشت کې د دې ۱۳ کلنې الوتکې کتنه د فلوریډا په ویسټ پالم بیچ نړۍوال هوایي ډګر کې کړې ده.

دا الوتکه چې یو له تر ټولو قیمتي ډالیو بلل شوې، د امریکا د حکومت له‌خوا منل شوې ده.

د دې ډالۍ منل داسې شکونه راپارولي، چې ښايي دا کار د بهرنیو دولتونو نه د ډالیو اخیستو قانوني بندیز ته زیان ورسوي، خو سپینې ماڼۍ او د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې دا ډالۍ د اساسي قانون خلاف نه ده، ځکه دا شخص ته نه، بلکې یوې رسمي دولتي ادارې ته ورکړل شوې ده.

د امریکا په اساسي قانون کې راغلي: «هېڅ هغه څوک چې د امریکا د دولت منصب لري، نه شي کولای د کانګرس له اجازې پرته له کوم پاچا، شهزاده یا بهرني دولت څخه کومه ډالۍ، معاش، مقام، یا لقب ترلاسه کړي.»

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال له بوینګ شرکت څخه د دوو نویو الوتکو غوښتنه کړې وه، څو د هغو زړو الوتکو ځای ونیسي، چې له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې د ولسمشرانو له خوا کارول کېږي.

راپورونه ښيي، چې د دې الوتکو سپارل ښايي تر ۲۰۳۵ کال پورې وځنډېږي، چې دا کار د ټرمپ له نارضایتۍ سره مخ شوی دی.

نوموړي له اېلان ماسک څخه غوښتي، چې د سپارلو بهیر چټک کړي.

د ټرمپ د کورنۍ تجارتي ګټې په منځني ختیځ کې

تېره میاشت، د ټرمپ سوداګریز بنسټ چې د ټرمپ او د هغه د کورنۍ له‌خوا اداره کېږي، په قطر کې خپله لومړنۍ لوکسه شتمنۍ پلورلې او همداراز پلان لري، چې په دوبۍ کې یو مېلیارډ ډالري لوړ اسمان‌څوکې جوړ کړي، چې د دې اپارتمانونه به د کریپټو اسعارو له لارې پلورل کېږي.

اریک ټرمپ د ولسمشر ټرمپ زوی تازه دوبۍ ته تللی، ترڅو خپل کریپټو شرکت پراخ کړي.

ډان جونیر د ټرمپ بل زوی هم غواړي، قطر ته ولاړ شي او هلته د مالي پروژو هڅه کوي.

په دوبۍ کې یو «ټرمپ انټرنشنل ګالف کورس» جوړ شوی او د ټرمپ کورنۍ په جده کې هم یو لوړ برج لري.

همداراز په عمان کې د ۴ مېلیارد ډالرو په ارزښت د ګالف او استوګنې یوه ستره پروژه د دولتي ځمکې پر سر جوړېږي.

رابرت موګیلنسکي چې د واشنګټن د خلیجي هېوادونو د مطالعاتو په یوه موسسه کې کار کوي، تېلګراف ته ویلي: «ښکاري چې د خلیج دولتونه غواړي د ټرمپ له نوم څخه د نوې امریکايي ادارې سره د ښې اړیکې جوړولو لپاره استفاده وکړي.»

د سپینې ماڼۍ ویاند دا مسخره وبلله چې د ټرمپ سفر په منځني ختیځ کې د هغه او د هغه د کورنۍ سوداګریزو ګټو سره وصل دی.

هغه زیاته کړه، چې ټرمپ «د ولسمشر کېدو له امله مالي زیانونه ګاللي دي.»

نور خبرونه

رادیو