د جرمني فدرالي پولیسو ویلي، چې څلور تنه افغانان، چې د ټرېر په ښار کې له یوه بس څخه نیول شوي وو، بېرته لوګزامبورګ ته شړل شوي دي.
دغو کسانو له دې وړاندې په یونان کې د پناه غوښتنې غوښتنه کړې وه او د هغو کسانو له ډلې نه وو، چې له شړلو مستثنی ګڼل کېږي.
د پولیسو ویاند شتېفان ډېن وویل چې دا څلور کسان، دوه ښځې او دوه نارینه، د ټرېر د اورګاډي په تمځای کې د مسافر وړونکي بس د تلاشۍ پر مهال وموندل شول. د نوموړي په وینا، دا اقدام د لوګزامبورګ له پولیسو سره په همغږۍ ترسره شوی دی.
د جرمني د ار این ډي د رپوټ له مخې، پولیسو ویلي، یاد کسان له هغو «خطر سره مخ کسانو» له ډلې وو چې د شړلو له قانون څخه معاف وي، لکه حامله ښځې یا بې سرپرسته ماشومان.
دا شړنه د جرمني د کورنیو چارو نوي وزیر الکساندر دوبرېندت تر امر وروسته شوې، چې د پنجشنبې په ورځ یې د سرحدي کنټرول د سختولو حکم ورکړی و.
د ټرېر د فدرالي پولیسو ویاند زیاته کړه چې کنټرول چارې د لوګزامبورګ او بلجیم له پولو سره هم زیاتې شوې او تمه ده چې بله اونۍ به د فدرالي پولیسو نور پرسونل هم د سرحدونو د کنټرول لپاره اضافه شي.