د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له صدا او سیما سره په خبرو کې ویلي، چې په عمان کې له امریکا سره د څلورم پړاو مذاکرات د تېرو درېیو پړاوونو په پرتله ډېر روښانه او ستونزمن و.
نوموړي همداراز ویلي: «د پراخو مسایلو له مطرح کېدو مو ډډه وکړه او پر جزئي مواردو مو بحث وکړ، چې په همدې دلیل مذاکرات ستونزمن شوی و.»
هغه همداراز ټينګار وکړ، که څه هم دغه پړاو مذاکرات ستونزمن و، خو ترڅنګ یې ګټور هم و.
د عراقچي په خبره، د دواړو لوریو دریځونه یو بل ته نږدې شوي، خبرې مخ په وړاندې بلل کېږي او دواړه لوري ژمن دي چې خبرې پرمخ یوسي.
نوموړي ویلي، چې راتلونکي خبرې به ښایي تر یوې اوونۍ ترسره شي.