وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولادیمیر زېلېنسکي ته د پوتین د مستقیمو خبرو د وړاندیز د منلو سپارښتنه وکړه، د اوکراین ولسمشر وویل چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د کریملین له مشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو موافقه وکړي.
پوتین هم د شپې مهال یوه ټلویزیوني وینا کې د دې وړاندیز وکړ، چې روسیه او اوکراین باید د مې میاشتې په ۱۵مه د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې مستقیمې خبرې وکړي.
خو دا روښانه نه ده، چې پوتین به پخپله شخصاً حاضر شي او که نه.
زېلېنسکي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین انتظار کوم. هیله لرم دا ځل روسان پلمې و نه لټوي.»
دا وړاندیز څو ساعته وروسته له هغې وشو، چې د اروپا لویو قدرتونو د شنبې په ورځ له پوتین څخه وغوښتل، چې پرته له قید و شرطه دې ۳۰ ورځنی اوربند ومني، که نه نو له "سترو" بندیزونو سره به مخ شي.
دا دریځ په اوکراین کې د ټرمپ استازي، کیت کیلګ هم د یکشنبې په ورځ تایید کړ.
زېلېنسکي هم ویلي و، چې اوکراین خبرو ته چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې مسکو د ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړي.