د جرمني د بایرن ایالت مشر او دمسیحي سوسیال ګوند رییس مارکوس زودر وايي، د جرمني په پولو کې د پناه غوښتونکو د ردولو په برخه کې هېڅ قانوني خنډ نه ویني او برلین دا کار کولای شي او کویې یې.
نوموړي د جرمني بیلد ورځپاڼې ته وویل، چې «دا د سخت دریځ یو پیاوړی پیل دی او نور هم را روان دي».
زودر ددغه هېواد د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرېندت څخه تمه کړې، چې د کډوالۍ په نورو برخو کې هم سخت دریځ غوره کړي.
نوموړي ویلي، چې له افغانستان څخه د خلکو د انتقال الوتنې بندېږي او د خوندي اصلي هېوادونو لیست به پراخ شي چې د شړلو چاره چټکه شي.
دوبرېندت تېره اونۍ په یوه رسمي فرمان کې د دې اجازه ورکړې چې د جرمني له سرحده بهر پناه غوښتونکي رد شي ، خو له اروپایي قوانینو سره ددې پرېکړې مطابقت تر پوښتنې لاندې راغلی.
د اتریش او پولنډ چارواکو پر دغو نويو اقداماتو نیوکه کړې ده.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي، « موږ تمه لرو چې جرمني به په هر اقدام کې د اروپایي قانون پابند پاتې شي. هر هغه اقدام چې له دې اصولو سرغړونه کوي، زموږ له خوا د منلو وړ نه دی».
د پولنډ لومړي وزیر دونالد توسک هم د جرمني له نوې کړنلارې ناخوښي ښوولې او له صدراعظم فریدریښ میرڅ سره یې د لیدنې پر مهال خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
د جرمني د پولیسو اتحادیې مشر ویلي، « زموږ همکاران به هر پناه غوښتونکی بېرته واستوي، پرته له دې چې هغه حامله ښځه، ناروغ، یا بې سرپرسته ماشوم وي».
مارکوس زودر ویلي چې دا اقدامات به خلک وهڅوي چې له جرمني د تګ پرېکړه وکړي، ځکه دلته به د پاتې کېدو تمې کمې وي.
جرمني په دغه هېواد کې په جرمونو او جنایي پېښو کې د کډوالو له ګډون وروسته د مهاجرت او کډوالۍ په برخه کې خپل قوانین سخت کړي او نوی حکومت غواړي دغه سختي نوره هم ډېره کړي.