د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دوحه کې د «ایران او عربي ډیالوګ» د څلورم پړاو په جریان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرو اترو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «ایران د اټومي انرژۍ د سولهییز استعمال او د یورانیمو د غني کولو قانوني حق لري.»
له ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا استازی استیو ویتکاف د جمعې په ورځ (د غويي ۱۹مه) خبرداری ورکړ، چې که چیرې له تهران سره د خبرو اترو څلورم پړاو ګټور نه وي، واشنګټن به «بله لاره» غوره کړي.
له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر له عباس عراقچي سره په کتنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په منځګړیتوب د خبرو اترو د بیا پیلولو د هوکړې هرکلی وکړ، چې موخه یې د یوې تلپاتې او پابندې موافقې ته رسېدل دي، چې په سیمه کې د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
یاده دې وي، چې عباس عراقچي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په دوحه کې سره کتلي دي.