د ایران د بهرنیو چارو وزارت: عراقچی سبا سعودي او قطر ته سفر کوي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۹

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي،چې د دغه هېواد وزیر عباس عراقچي به د شنبې په ورځ سعودي عربستان او قطر ته سفر وکړي.

نوموړی به لومړی ریاض ته ولاړ شي او هلته به دسعودي له چارواکو سره وګوري، ورپسې به دوحې ته ولاړ شي څو د "ایران او عرب نړۍ د خبرو اترو غونډه" کې ګډون وکړي.

دا سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې اونۍ له سیمې ته د پلان شوي سفر نه وړاندې تر سره کېږي.

ټاکل شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو څلورمه ناسته د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط، کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو