یوه امریکايي چارواکي ویلي: واشنګټن ښايي له اسراییل پرته له سعودي سره معامله پر مخ يوسي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۸

د امريکا متحده ایالاتو يوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې که اسرایيل خپل دريځ بدل نه کړي، نو واشنګټن ښايي له سعودي عربستان سره خپله معامله د تل ابیب له ګډون پرته پر مخ يوسي.

د اسراییل یروشلم پوسټ ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې دغه بې‌نومه امريکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ د هغو اسيرانو له کورنيو سره ليدلي چې لا هم په غزه کې بنديان دي. د ليدنې پر مهال، چارواکي ويلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل د غبرګون له امله چې د اوربند خبرې يې ټکنۍ کړې، سخت خوابدی شوی دی.

رپوټ زياتوي چې ټرمپ غواړي له اسراییل پرته له سعودي سره معامله پرمخ بوځي.

ټاکل شوې ده چې ټرمپ راتلونکې اونۍ سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

له بلې خوا، په واشنګټن کې د اسراییل سفیر هڅه کوي چې سپينه ماڼۍ قانع کړي څو ټرمپ ته د تل ابیب لپاره هم د سفر لنډ پروګرام برابر کړي.

د امريکايي چارواکي له خولې ويل شوي چې اسرایيل ښايي د اوربند له هوکړې سره د مخالفت ددوام په صورت کې ډېر «دروند قيمت» پرې کړي.

نوموړي زياته کړې، « ولسمشر ټرمپ هوډ لري چې له سعودي سره يوه مهمه معامله مخ ته يوسي، که څه هم اسرایيل پکې ګډون نه لري. د حوثيانو سره د اوربند تړون يوازې پيل دی. که اسرایيل هوښيار نه شي، نو ان د ميلينيوم معامله به هم پرته له دوی وشي».

الجزیره دې رپوټ ته په اشارې وايي، د اسيرانو کورنۍ هيله لري چې دا ليدنه به پر اسرایيلي مشرانو نړيوال فشار زيات کړي. ځينو ګډونوالو ويلي چې د امريکايي چارواکي توندې لهجې حيران کړي، ځکه واشنګټن له پخوا راهيسې د اسراییل نږدې متحد ګڼل کیږي.

د ټرمپ اداره هڅه کوي چې د منځني ختيز سيمه‌ييز اتحادونه بيا تنظيم کړي او له سعودي عربستان سره د اسرایيل اړيکي عادي کړي.

چارواکي ويلي: « موږ هيله لرو اسرایيل په دغه تاريخي رېل ګاډي کې سپور شي، ځکه دا ګاډی له تمځي تېر شوی. خو امريکا به د تمځي پر سر انتظار ونه کړي».

چارواکي دا اندېښنه هم شريکه کړې چې د اسراییل روان نظامي عمليات ښايي د بنديانو ژوند ته خطر پېښ کړي.

د امريکا، سعودي عربستان او اسرایيل ترمنځ وړانديز شوې درې‌اړخيزه معامله د واشنګټن په منځګړتوب، د سعودي عربستان او اسرایيل ترمنځ رسمي ډيپلوماتيکې اړيکې عادي کول دي.

دا معامله د ۲۰۲۰م کال له جنجالي ابراهیمي تړون وروسته بل ستر ګام ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو