د هندوستان هندو ورځپاڼې د یوه هندي چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې د هند درې جنګي جیټ الوتکې پر پاکستان له بریدونو وروسته په جمو او کشمیر کې غورځېدلی دي.
په خبر کې دا نه دي ویل شوي، چې الوتکې په توغندیو غورځېدلې او که کومې تخنیکي ستونزې لرلې.
د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ورځپاڼې ته یوه هندي چارواکي ویلي چې له برید وروسته لږ تر لږه درې هندي جیټ الوتکې د جمو او کشمیر په اخنور، رامبان او پامپور سیمو کې لوېدلي دي.
هندو ورځپاڼې دغه خبر په خپله ایکس پاڼه خپور او وروسته بیرته له پاڼې لرې کړی دی.
دغې هندي ورځپاڼې د الوتکو د لوېدلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.