له سیندور عملیاتو وروسته هندي جګپوړو چارواکو د یو شمېر هېوادونو چارواکو ته په پاکستان کې پر نهو ترهګریزو مرکزونو د پوځي برید په اړه معلومات ورکړي دي.
هندي رسنۍ انډیا نیوز د ځینو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له سیندور عملیاتو وروسته، هند د امریکا، روسیې، انګلستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون له څو مخکښو هیوادونو سره اړیکه نیولې او هغوی ته یې په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر نهو ترهګریزو موخو د پوځي برید په اړه معلومات ورکړي دي.
سرچینې ویلي: «لوړ پوړو هندي چارواکو په یو شمیر هیوادونو کې له خپلو سیالانو سره خبرې کړې ترڅو دوی ته د هند لهخوا د پورته شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړي.»
دغه عملیات څو ورځې وروسته له هغه نن سهار وختي ترسره شول، چې د هند لومړي وزیر مودي وسله والو ځواکونو ته د پهلګام ترهګریز برید ته د ځواب ویلو لپاره بشپړه آزادي ورکړه.