د پیرو په شمال کې د سرو زرو کان کیندنه د ۱۳ کان کیندونکو له وژل کېدو وروسته وځنډول شوه

۴ ساعتونه مخکې

د پيرو هېواد په شمال پاتاز سیمه کې د سرو زرو کان کیندنه د ۱۳ کان کیندونکو له یرغمل او وژل کېدو وروسته ځنډول شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد ولسمشرې ډینا بولوارټ اعلان کړی، چې دغه ځنډ به د ۳۰ ورځو لپاره دوام وکړي، او بیا به په دغه سیمه کې د یوې پوځي اډې د جوړلو چارې پیل کړي.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د سرو زرو د کان دغه ۱۳ کېندونکي د کانونو د مافیایي ډلو له‌خوا د تښتولو وروسته ووژل.

نور خبرونه

رادیو