فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس د شنبې په ورځ وویل، چې د هغو کسانو پر ضد یې د اعدام حکمونه عملي کړي، چې د خوراکي توکو پر زېرمو او ټولنیزو پخلنځایونو یې بریدونه کړي دي.
حماس ویلي، ځینې دغه لوټماران د تنظیم شویو ګروپونو غړي وو، چې د دوی په وینا، له اسراییل سره اړیکې لري.
د حماس کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغو کړنو پر ضد به په «فولادي مټ» عمل وشي، څو د خلکو ژوند او مال ته نور ګواښ پېښ نه شي. دوی دا هم ویلي، چې یو پولیس د اسراییل د بېپیلوټه الوتکې د برید له امله وژل شوی، چې د لوټمارو په تعقیب پسې روان و.
د رویټرز د رپوټ له مخې، د حماس د رسنیو دفتر مشر اسماعیل ویلي، چې ځینې لوټماران د قبیلو تر چتر لاندې او نور بیا د تنظیم شویو ګروپونو په بڼه فعال وو. حماس ادعا کوي، چې ځینې دغو ډلو ته له اسراییل څخه مستقیم ملاتړ ور رسېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، وسلهوالو ډلو یوازې خوراکي توکي نه، بلکې د خلکو پیسې او موبایلونه هم ترې اخیستي دي. د حماس امنیتي ځواکونو د شپې له نهو بجو وروسته ګرځبندیز لګولی، څو مجرمین تعقیب کړي.
د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د غزې وضعیت ورځ تر بلې بدترېږي. د اسراییل له خوا د مرستو بندېدل، د خوړو کمښت، او د خلکو بېوسه کېدل حماس له داخلي فشارونو سره مخ کړی دی.