غزه کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۴

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییل هوایي بریدونو له امله د غزې په کلابنده شوې سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د درېیو ماشومانو په ګډون ۴۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه بریدونه د یکشنبې په ورځ د (غويي ۱۴مه) هم دوام لري او ویل شوي، چې د خان یونس ښار ځینې استوګنیزې سیمې هم بمبار شوې دي.

هم‌مهاله، د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د قطر پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دوحه باید نور «دوه‌ مخې لوبې» ته دوام ور‌نکړي؛ بلکې باید د «تمدن» او «د حماس د وحشت» ترمنځ یو انتخاب وکړي.

قطر بیا دغه څرګندونې رد کړې دي او «تحریکوونکي» یې بللي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ (د غویي ۱۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« اسراییل یو عادلانه جنګ په عادلانه وسایلو کوي. د اکټوبر د اوومې نېټې له پېښې وروسته لومړي وزیر نتنیاهو دغه جګړه د تمدن او وحشت ترمنځ جګړه بللې ده.»

که څه هم مصر او قطر هڅه کوي، چې په غزه کې حالت بېرته اوربند ته راوګرځوي؛ خو له اسراییلي ځواکونو سربېره حماس هم شاتګ ته چمتو نه ښکاري.

دواړه خواوې یو بل د خبرو د ناکامۍ مسوول بولي.

اسراییل ټینګار کوي، چې حماس باید وسلې پر ځمکه کېږدي او د غزې د راتلونکې ادارې له هر ډول رول څخه دې لرې وساتل شي.

دا هغه شرط دی، چې حماس یې ردوي. همداراز، اسراییل غواړي، چې ۵۹ پاتې برمته‌ شوي کسان یې هم ژر تر ژره بېرته خوشې شي.

نور خبرونه

رادیو