برېتانوي او امریکايي ځواکونو په یمن کې ګډ پوځي عملیات وکړل

۴ ساعتونه مخکې

د برېتانیا د دفاع وزارت وایي، چې د دغه هېواد او امریکايي ځواکونو د سه‌شنبې په ورځ په یمن کې په ګډو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

د یاد وزارت په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې دغه برید د شپې له تیاره وروسته ترسره شوی، ترڅو په سیمه کې د ولسي خلکو د شتون امکان کم شي.
همدارنګه ویل کېږي، چې د برېتانیا الوتکې بېرته خپلې پوځي اډې ته روغې جوړې رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د حوثیانو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا هوایي برید چې په یمن کې د افریقایي کډوالو پر یوه پنډغالي شوی، له امله یې ۶۸ کسان وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو