د طالبانو اقتصاد وزیر د راستنېدونکو د ستونزو حل ته له خیریه بسنټونو د مرستو غوښتنه کړې

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف له خیریه بنسټونو غوښتي چې افغانستان ته د بېرته راستنیدونکو افغانانو سره دې په بېلابېلو برخو کې لازمې مرستې وکړي.

نوموړي ویلي، اړینه ده چې خیریه ادارې د استوګنیزو ښارګوټو، د اوبو رسونې شبکو، ښوونځیو، دیني مدرسو، جوماتونو او روغتیايي کلینیکونو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.

د اقتصاد وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دین محمد حنیف د مرستو د جلب په موخه د یو شمېر خیریه بنسټونو له مسوولانو سره کتلي دي.

هغه په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې خیریه ادارې باید خپلې ټولې مرستندویه چارې د طالبانو د کډوالو چارو د مرستو د همغږۍ له کمېټې سره په تفاهم ترسره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې، پاکستان له ۱۰۰ زرو ډېر افغان مهاجر له خپل هېواده اېستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

یوشمېر هغو کډوالو چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، شکایت کړی چې د ایستنې پر مهال اړ کړل شول چې خپل مالونه او شتمنۍ په پاکستان کې پرېږدي او تش لاس هېواد ته راستانه شي.

له دې سره هممهاله، د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي هم له نړیوالو بنسټونو او د اسلامي همکاریو له سازمان غوښتي چې خپلو نړیوالو مسوولیتونو او ژمنو ته ژمن پاتې شي.

هغه ویلي، دا بنسټونه باید د هغو هېوادونو پر وړاندې غبرګون وښيي چې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کوي او دغه ډول کړنې باید وغندي.

په تورخم ښارګوټي کې تازه ستنیدونکو کډوالو شکایت کړی چې طالبانو ورته په اړونده پنډغالو کې لازمې اسانتیاوې نه دي برابري کړی او له همدې کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. افغانستان چې د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې له سخت اقتصادي ناورین او بې روزکارۍ سره مخ دی، د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د دغه ناورین د پراخیدو خبر ورکړی دی.

بشري سازمانونو اندېښنه ښوولې چې تازه ستنیدونکي به په هېواد کې د سرپناوو او د روزګار په برخه کې له جدي ننګوونو سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو