د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په موخه ایران ته ځي.
د ایران نُوانس خبري ویبپاڼې دغه سفر د سیمې د دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ښه کېدونکو اړیکو د لا پیاوړتیا په لور یو مهم ګام یاد کړی دی.
د ۱۴۰۲ کال له پسرلي راهیسې چې له اوو کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل بیا پرې شوې ډیپلوماتیکي اړیکې پیل شوې، دا تهران ته د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو تر ټولو د لوړې کچې رسمي سفر دی.
ټاکل شوې ده، چې خالد بن سلمان به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران له جګپوړو پوځي او سیاسي چارواکو، له هغې جملې د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقري سره، وګوري.
د ایران د نُوانس خبري ویبپاڼې د راپور له مخې، یاد سعودي چارواکی به له ایراني چارواکو سره د سیمې پر پراخو مسایلو چې پکې د غزې جګړه، د سوریې، لبنان، یمن او عراق وضعیت او همداراز د فارس خلیج په سیمه کې د امنیتي همکاریو او ثبات موضوعات شامل دي، خبرې وکړي.
د راپور پربنسټ، د سعودي عربستان د وروستۍ لېوالتیا له مخې به ښایي دغه هېواد د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ په احتمالي خبرو کې رول ولوبوي یا برخه واخلي.
په دې اړه به هم د پنجشنبې د ورځې په خبرو اترو کې یادونه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران تایید کړې ده چې د دې اوونۍ په پای کې به له امریکا سره د اټومي خبرو اترو بل پړاو د شنبې په ورځ په روم کې ترسره کړي.
تر دې مخې ټاکل شوې وه، چې د عمان پلازمېنه مسقط ښار د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د ایران او متحدهایالاتو ترمنځ د اټومي تاسیساتو پر سر د دویم پړاو مذاکراتو کوربهتوب وکړي.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو مذاکراتو له پیلېدو مخکې خبرداری ورکړی، چې که امریکا اړ شي څو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی وکړي، پر اټومي تاسیساتو د برید په ګډون به د دغه هېواد په تړاو «یوه ډېره سخته پرېکړه» وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګنده کړې: «ایران باید د اټومي وسلو له خوبونو لاس واخلي. هغوی حق نهلري چې اټومي وسله ولري.»