اسراییل اوس د غزې تر ۵۰ سلنې ډېره برخه کنټرولوي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۸

اسراییل له تېرې میاشتې راهیسې، چې د حماس پر ضد یې جګړه بیا پیل کړې، په غزه کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

اوس اسراییل د غزې تر۵۰ سلنې ډېره برخه کنټرولوي او فلسطینیان په کوچنیو سیمو کې ځای پر ځای کوي.

د اسوشیتیډ پرېس د رپوټ له مخې، د اسراییل تر ټولو ستره وصل سیمه چې پوځ یې کنټرولوي د غزې په پوله کې ده.دلته اسراییلي پوځ د جګړو په ترڅ کې د فلسطینیانو کورونه، ځمکې او بنسټیز جوړښتونه ویجاړ کړي، چې نور د استوګنې وړ نه دي.

د اسراییلي پوځیانو او د بشري حقونو ډلو په وینا، دا پوځي بفر زون په دې وروستیو کې دوه برابره شوی دی.

اسراییل خپل سخت کنټرول د موقتي اړتیا په توګه یادوي څو حماس مجبور کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې برید پر مهال نیول شوي پاتې یرغمل کسان خوشي کړي.

د بشري حقونو ډلې او د غزې کارپوهان وايي، د اسراییل په واک کې ځمکه چې د دهلیز په توګه ددې سیمې شمال له جنوب نه بېلوي، کېدای شي د ډېر وخت لپاره کنترول شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اونۍ وویل، چې د حماس له ماتې وروسته به هم دوی په غزه کې خپل امنیتي کنټرول خوندي وساتي او فلسطینیان به تخلیې ته اړباسي.

پنځو اسراییلي سرتېرو اسوشیټیډ پرېس ته وویل، چې د اسراییل پولې ته نږدې سیمو ویجاړول او د حایل سیمې سیستماتیکه پراختیا له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې جریان لري.

یوه سرتېري چې د ټانک لوا کې د تخریب ډلو په ساتنه ګومارل شوی، اې پي ته له نومښودنې پرته ویلي، « دوی هر هغه څه ویجاړ کړل چې دوی کولای شول، دوی هر هغه څه وویشتل چې ممکن وو، (فلسطینیان) به د بیرته راستنیدو لپاره هیڅ شی ونه لري، دوی به هیڅکله بیرته رانه شي».

د چوپتیا ماتېدل په نامه یوې ډلې په خپل رپوټ کې ویلي، چې اسراییلی پوځ د پراخو ویجاړیو له لارې پر دې سیمه د راتلونکي کنټرول لپاره لاره پرانیزي.

اسراییلي پوځ ددې رپوټونو په اړه ویلي، چې دوی د خپلې خاورې او هغو اسراییلي ټولنو د خوندیتابه په چارو بوخت دي، چې د حماس د اکتوبر د اوومې برید له امله زیانمنې شوې او ۱۲ سوه کسان پکې وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل شوي.

اسراییلي پوځ دغه راز ویلي، چې دوی په غزه کې ملکي خلکو ته د زیان رسونې هوډ نه لري او د نړیوالو قوانینو پیروي کوي.

نور خبرونه

رادیو