یونان ته پر لاره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کډوال مړه شوي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۴

د نړۍوالو رسنیو د راپور پر بنسټ، د ترکیې او یونان په اوبو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي.

اسوشیټېدپرېس د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۳مه) د یونان سمندري ځواکونو په حواله راپور ورکړی چې له ترکیې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته د کډوالو د لېږدونکې کښتۍ د ډوبېدو په ترڅ کې د درېیو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اووه کسان مړه شوي دي.
ورته مهال، ترکي چارواکو هم ویلي چې په نوموړې سیمه کې د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې نهه کسان مړه شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دا دوه جلا پېښې د یونان د لیسبوس ټاپو او د ترکیې د ساحل ترمنځ د ایجین سمندر په یوې تنګه سیمه کې د څو ساعتونو په واټن کې رامنځته شوې دي.
ویل کېږي چې د ترکیې او یونان سمندري ځواکونو د ژغورنې عملیاتو پرمهال له یو او بل سره همغږي نه وه کړې.
د یونان سمندري ځواکونو ویلي، له کډوالو ډکه لېږدونکې کښتۍ چې د ډوبېدو په حال کې وه، ۲۳ کسان یې ترې ژغورلي دي.
همداراز، د درېیو ښځو، دوو هلکانو، یوې نجلۍ او یو نارینه کډوالو مړي هم موندل شوي دي.
د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې، ژغورل شوي کسان د لیسبوس په ټاپو کې کډوالو مرکز ته لېږدول شوي؛ خو په وینا یې، د کښتۍ د ناڅرګند شمېر کسانو له امله د لټون او ژغورنې عملیات د پنجشنبې تر ماسپښین پورې دوام کړی دی.
د ترکیې د کاناکلا والي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د کډوالو له یوې کښتۍ څخه د مرستې لپاره بېړنۍ اړیکه ترلاسه کړې او د هغوی د ژغورنې په موخه یې سیمې ته درې کښتۍ او یوه چورلکه استولې وه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نهه مړي موندل شوي، د یو ورک نادرکه کس د لټون عملیات روان دي او ۲۵ نور کسان ژغورل شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، تېرکال شاوخوا ۵۴ زره کډوال چې ډېری د اوبو پر لارو پورې شوي، یونان ته رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو