د اوربند ماتېدل؛ اسراییل یو وار بیا د بیروت پر سوېلي څنډو هوايي برید وکړ

AP ۱۴۰۴ وری ۸

په داسې حال کې چې د تېر ۲۰۲۴ کال په نوامبر میاشت کې د اسراییل او لبنان تر منځ د اوربند هوکړه شوې وه، تازه اسراييلي هوايي ځواګ یو وار بیا له څو میاشتني ځنډ وروسته د بیروت پر سوېلي څنډو هوايي بریدونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا بریدونه د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸مه) د لبنان له خاورې څخه پر اسراییل د راکټونو د توغولو په ځواب کې ترسره شوي دي.

اسراییلي پوځ وايي چې د دغو بریدونو په ترڅ کې یې د د بیروت په سوېلي څنډو کې یوه ودانۍ چې حزب‌الله لبنان د مرکز په توګه پېژندل کېده، په نښه کړې ده.

د معلوماتو پر بنسټ، د «ضاحیه» په نوم دا سیمه په لبنان کې د حزب‌الله د حضور یو لوی مرکز ګڼل کېږي.

ورته مهال، اسراییل د دغه هوايي برید موخه د حزب‌الله اړوند د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو د زیرمې په نښه کول بولي.

دا برید داسې مهال کېږي چې د تېر ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ۲۷مه د اسراییل او لبنان ترمنځ اوربند پیل شوی و، خو په دې وروستیو کې دواړه خواوې د اوربند پر ماتولو تورنې شوې دي.

اسراییل له دې مخکې هم د اوربند پر ماتولو تورن شوی چې له لبنان سره د اوربند له هوکړې یوه اوونۍ وروسته یې پر دغه هېواد پرله‌پسې څو هوايي بریدونه وکړل او په ترڅ کې یې یو شمېر لبنانیانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د یادونې ده چې د اسراییل او لبنان تر منځ د تاوتریخوالي له پیله تر اوسه شاوخوا څلور زره لبنانیان وژل شوي او زرګونه نور بې‌کوره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو