په سمنګان کې طالبانو د تنخوا د وېش‌ پر سر «فزیکي شخړه» وکړه

۱۳ ساعتونه مخکې

له سمنګان ولایت څخه سیمه‌ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې طالبانو د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې د تنخوا د وېش پر سر «خپل‌منځي فزیکي شخړه» کړې ده.

سرچینو د دوشنبې په ورځ (د وري ۴مه) زیاته کړې، چې د طالبانو د شخړې په ترڅ کې د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته د زیان اوښتو ترڅنک، یو شمېر کسان هم ټپیان شوي دي.

د دې شخړې اړوند یوه ويډیو هم خپره شوې، چې افغانستان انټرنشنل یې نه‌شي کولای په خپلواکه توګه حقیقت تایید کړي.

ځینې ​​ناتایید شوي اطلاعات ښیي، چې د طالبانو امنیه قوماندان د یوې ډلې طالبانو له‌خوا وهل شوی دی.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې پرمهال د طالبانو په امنیه قومندانۍ کې د بانک څانګې ښېښې او دروازې ماتې شوې دي.

د سرچینو په وینا، «نن د دوشنبې په ورځ، د تنخوا د ورکولو په وخت کې د طالبانو د لوا او امنیه قومندانۍ د غړو ترمنځ د نوبت پر سر لومړۍ لفظي او وروسته فزیکي شخړه رامنځته شوه.»

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، له دې پېښې وروسته په سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندان ۱۰ کسان په دې فزیکي شخړه کې د لاس لرلو په تور وهلي او بیا یې نظارت‌خونې ته لېږدولي دي.

په سمنګان کې ځايي طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي فزیکې شخړې کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د دغې ډلې د وسله‌والو ترمنځ ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د یادونې ده، چې په کندوز او کندهار ولایتونو کې د کابل بانک په څانګو کې پر طالبانو د داعش وسله‌والو له بریدونو وروسته، دغې ډلې خپلو کارکوونکو ته د تنخوا ورکولو بهیر بدل کړی چې اوس یې د سمنګان په امنیه قوماندانۍ کې هم د بانک یوه څانګه جوړه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو