د ایران د بهرنیو چارو وزیر: زه ډاډه یم چې جګړه نه کېږي

AP ۱۴۰۴ وری ۴

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دغه هېواد د سرې میاشتې ملي خدماتو ګډ دفتر په غونډه کې ویلي، چې د ایران امنیتي ځواکونه د سرې میاشتې د کارکوونکو په څېر په رخصتیو کورونو ته نه دي تللي او نه ځي.

عراقچي د دوشنبې په ورځ د کب پر څلورمه، پر ایران د اسراییل احتمالي برید ته له اشارې پرته وویل، چې دی د جګړې پر نه کېدا ډاډمن دی، ځکه تهران د هر ډول بیړني وضعیت لپاره چمتووالی نیولی.

عباس عراقچي زیاته کړه، « زه ډاډه یم چې جګړه نه کېږي، ځکه موږ د وضعیت لپاره بشپړ چمتووالی لرو».

عراقچي د ایران د سرې میاشتې کارکوونکو ته وویل، « وسله وال ځواکونه هم لکه تاسې په رخصتیو نه وو او نه دي او دوی بشپړ چمتو دي».

هغه یادونه وکړه: « اوس مهال دولت په ټولو برخو کې چمتووالی لري او د هر ډول حالت لپاره تیار دی».

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، « د بیړنۍ مرستې ځواکونه، په ځانګړي ډول سره میاشت، بشپړ چمتو دي او په هیواد کې چمتووالی خورا لوړ او ۱۰۰ سلنه دی».

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، عراقچي څرګنده کړه: « زه ډاډه یم چې هیڅوک به حتا پر ایران د تېري فکر لا ونه کړي، ځکه له عواقبو سره یې اشنا دي او پوهیږي چې زموږ وسله وال ځواکونه، مرستندوی ځواکونه، دولت او ولسي وړتیاوې ټول په تیارسۍ حالت کې دي».

هغه وویل چې تیاری ایران ته دا ځواک او وړتیا ورکوي چې څوک یې پر خاوره او اوبو د برید جسارت ونه لري.

د عراقچي څرکندونې د اسراییل د ګواښونو او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویتکوف له څرګندونو سره هممهاله دي.

نوموړي ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له مشرایت الله علي خامنه‌اي سره د ممکنه نوي اتومي تړون په اړه د اړیکې وړاندیز کوي، چې د پوځي غبرګون مخنیوی وکړي. ویتکوف ټینګار وکړ چې امریکا نه غواړي دا ستونزه د پوځي اقداماتو له لارې حل کړي.

هغه وویل، چې واشنګټن له ایران سره د خبرو لپاره د دیالوګ او ډیپلوماتیکې لارې وړاندیز کوي.

نور خبرونه

رادیو