د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پاکستان د اندېښنو د حل او د دوه اړخیزه بې باورۍ د هواري لپاره د طالبانو حکومت سره د سفارتي اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د اړیکو په اړه غونډه کې اسحاق ډار د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق څخه افغانستان ته د خپل وروستي سفر او مهمو غونډو په اړه معالومات ترلاسه کړل.
محمد صادق د دوشنبې په ورځ افغانستان ته له سفر وروسته پاکستان ته راوګرځېد.
د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دوامداره خبرو اترو په اهمیت ټینګار وکړ او په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
یاده دې وي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په درې ورځيني سفر افغانستان ته تللی وو او طالب چارواکو سره یې د امنیت، سوداګرۍ، او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د کمولو په موخه خبرې کړي.
تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې محمد صادق ډاډ ورکړی څو د ټرانزیټ، امنیت او افغان کډوالو ستونزې به هواروي.