یو افغان ۲۴ کلن پناه غوښتونکی حبیب الرحمن، چې په جرمني کې تر ډولډونګ حالت لاندې اوسېده، تورن دی چې یو کس یې په چړو وژلی او وروسته یې د هغه د مړي بې حرمتي کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ سهار نهه بجې د کیمنېڅ ولایتي محکمې ته حبیب الرحمن په داسې حال کې راوستل شو چې لاسونه او پښې یې په زولنو تړلي وو او دوو قوي ساتونکو تر مټو نیولی و. ساتونکو نوموړی د تورن کس څوکۍ پر لور بوت او دوو نورو کسانو یې تر څنګ څارنه کوله.
دغه ۲۴ کلن مجرد افغان تورن دی چې یو بل افغان یې په چړو وژلی.
څارنوالان وايي، حبیب رحمان نومي افغان د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې یو ۲۷ کلن افغان پر سر، ورمېږ او اوږو ۱۹ ځله په چاقو وهلی او وژلی دي. د پېښې ځای د ایو ښار یو اپارتمان و، چې دواړو پکې ګډ ژوند کاوه. پر نوموړي تور دی، چې له وژنې وروسته یې پر تورن کس جنسي تیری کړی.
له دې خونړۍ پېښې وړاندې د زاکسن پولیسو، قضايي ادارو او روغتیايي متخصصانو حبیب رحمان د جنسي جرمونو په پېښو کې ښکیل ګڼلی و. ویل شوي چې نوموړی په یوه ورځ کې درې ځله د جنسي تیري او جنسي ځورونې په جرم نیول شوی و.
د دې جرمونو له امله پر نوموړي څو عدلي څېړنې ترسره شوې وې اود رواني ستونزو له امله یو ځل روغتون ته هم لېږدول شوی و، خو بېرته ازاد شو.
د فوکس انلاین د رپوټ له مخې، نوموړی، چې دا مهال د وژنې له امله په بند کې دی، هلته هم دوامداره جنجالونه جوړوي اوبندیان او ساتونکي ترې خوندي نه دي.
د مارینبرګ محکمې ۶۰ کلنې قاضی بریګیټ هېګډورن، چې د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر پر۱۴مه یې د دې قضیې د توقیف حکم صادر کړی و، وویل چې تورن کس په تکرار سره غوښتنه وکړه، « زه غواړم افغانستان ته بیرته ولاړ شم».
د تورن کس مدافع وکیل اندریاس کون فوکس انلاین ته وویل: « حبیب الرحمن له وړاندې چارواکو ته ویلي و چې دی غواړي خپل وطن ته بیرته ولاړ شي».
د جرمني د کډوالو فدرالي ادارې (BAMF) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر پایه، ۱۷۱ افغانان افغانستان ته د داوطلبانه ستنېدو له لارې تللي دي.
رپوټونه وايي، چې که تورن کس د جنسي انګیزې له مخې د قتل مرتکب ثابت شي، ممکن د عمدي قتل سزا ورکړل شي.
د نوموړي محاکمه به تر اپرېل میاشتې پورې دوام ولري.