د مقدونیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د شمالي مقدونیې په کوچاني ښارګوټي کې په یوه شپني کلب کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ ډېر بیا ټپیان دي.
د شمالي مقدونیې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر پانچ توشکوفسکي د یکشنبې په سهار په یوه خبري کنفرانس کې د تلفاتو خبر ورکړ.
هغه زیاته کړې، چې ټپیان د سکوپجي ښار روغتونونو او کلینیکونو ته وړل شوي دي.
د شمالي مقدونیې لومړي وزیر هریستیجان مېکوسکي وویل، چې دا یوه سخته او غمجنه ورځ ده.
هغه زیاته کړې، چې په دغه اورلګېدنه کې د ګڼو ځوانانو مړینه نه جبرانېدونکې ده.
سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی، چې اورلګېدنه د کوچاني په "پلس" شپني کلب کې شوې ده.
ویل کېږي، چې د اورلګېدنې پرمهال شاوخوا ۱۵۰۰ کسان د یوه کنسرت لپاره په دغه کلب کې راټول شوي وو.