د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د مفتي منیر شاکر د وژنې په تړاو ویلي، چې نوموړی د پاکستان په کورني او بهرني سیاست د نیوکو له امله وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، منیر شاکر دعوه کوله چې د پاکستان سیاست کې د دیني مدرسو له سیسټم کار اخیستل شوی.
مفتي منیر شاکر نن شنبه د مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او ټپي حالت کې جرنیلي روغتون ته یوړل شو، خو وروسته د سختو ټپونو امله ومړ.
له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.
امر الله صالح د نوموړي په اړه په اېکس کې لیکي: «موږ هېڅکله یو بل سره نه وو لیدلي، خو یو بل مو له دوو لسیزو راهیسې پېژندل، ځکه چې موږ لومړی ځل په ۲۰۰۵ کال کې له هغه سره د یوې اېف اېم راډيو د نشراتو له امله اشنا شو.»
نوموړی زیاتوي:« په هغه وخت کې، پاکستان په قبایلي سیمو کې د طالبانو د اډو پروړاندې د اقدام کولو څخه انکار کاوه، ادعا یې کوله چې فاټا د کنټرول لپاره خورا پیچلې وه او استدلال یې کاوه چې دوی نه شي کولی په ساده ډول د افغان طالبانو لپاره د سیمه ییز ملاتړ له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي. په حقیقت کې، دوی غوښتل چې واشنګټن د دې لپاره ملامت کړي چې دلته راغلی دی. دا ټول د دوی خپل ترتیب وو».
ښاغلي صالح په دغه ټوېټ کې د مفتي منیر شاکر په اړه ویلي، چې نوموړی یو سیمه ییز عالم وو خو ډېر ژر یې په قوم کې شهرت پېدا کړ او قامي مسایلو باندې یې بحثونه شروع کړل.
صالح زیاتوي: « مفتي شاکر د یو سیمه ییز عالم څخه چې په کوچنیو مسلو یې تمرکز کاوه، په یو قومي ملتپال شخصیت بدل شو چې د عدالت ملاتړ یې کاوه او موخه یې د پاکستان د ځواک جوړښتونه بیا جوړول وو، کوم چې د هغه په باور د یوې قومي ډلې او ولایت تر واک لاندې وو.»
د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال په دغه ټوېټ کې د مفتي شاکر د وژنې په تړاو لیکلي: «هغه په دې اړه قوي نظرونه درلودل چې څنګه د پاکستان استخباراتي ادارو د کورني سیاست د کنټرول او بهرنۍ پالیسۍ د طرحې لپاره د دیني مدرسو سیسټم کارولی. دې زړور وضاحت احتمالاً د هغه ژوند واخیست. موږ هڅه وکړه چې د هغه او د هغه د سیال پیر سیف الرحمن په نوم چې په اصل کې د کندوز ولایت اوسیدونکی دی، ترمنځ سوله وکړو.»
مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.
نوموړي په خپلو بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله، چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.
د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت نن ماذیګر د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.