د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د مفتي منیر شاکر په وژنه د پاکستان حکومت تورن کړی او ویلي یې دي، چې د خېبر پښتونخوا ولسونه د پاکستان د ظلم لاندې د افراط او تفریط له امله وژل کېږي.
شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې د مفتي منیر شاکر د مړینې په اړه لیکلي: «یا به د ظلم مقابله کوي او یا به ظلم تاییدوي او د پاکستان د استبلیشمنټ راج او د ظلم لاندې شپې او ورځې تېروي. د خیبر پښتونخوا ولسونه، مشران او علماء د همدغه افراط او تفریط لاندې د مرګ سره لوبې کوي».
ښاغلی میاخېل لیکي، هغه اور چې پاکستان په سیمه کې بل کړی او فکر کوي چې په مرګ، تهدید او زور به امن راولي مشکله ده.
نوموړی زیاتوي، چې روانو حالاتو ته په کتو سره به په دغه سیمه کې ورځ تر بلې وضعیت نور هم خرابېږي.
د دفاع وزارت دغه پخوانی سرپرست وزیر د طالبانو د واکمنۍ په اړه هم لیکلي، چې که افغانستان کې حالات همداسې دوام وکړي چې یوه وړه ډله حاکمه او افغانستان انزوا حالت کې وي، دا لمبې به په سیمه کې نورې هم پراخېږي او افغانان که لر دي او که بر، نور به هم د نیابتي جنګونو او تروریزم قرباني وي.
نوموړی زیاتوي: «مخکې له دې چې اوبه د ورخه تېرې شي، یوازینې لار افغانانو ته د یو بل منل دي تر څو د یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام په رامنځته کېدو سره افغانستان د بحران نه ووځي او ټول افغانان په شریکه د جنګ، ظلم او زور نه په غیر سره ژوند وکړي.»
مفتي منیر شاکر دیني عالم او قامپاله شخصیت وو، چې د ولس د بېدارۍ لپاره یې مبارزه کوله.
نوموړی یو له هغو علماو څخه وو، چې د پښتنو ملایانو پر ضد یې هم څرګندونې کولې او دوی یې د اسلام دین په ناسم عامه پوهاوي تورنول.
ددې ترڅنګ مفتي شاکر د پاکستان په حکومت سختې نیوکې کولې او ویل یې چې د دې هېواد پالیسي د پښتنو پر ضد جوړه شوې.
دغه ستر عالم د شنبې په ورځ د ماذیګر د لمانځه پر مهال د جومات په دروازه کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ټپي شو، خو وروسته په روغتون کې د ټپو له امله ومړ.