د تېر جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو مشر جنرال سمیع سادات د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په غبرګون ویلي، چې نوموړی د افراطي ملایانو له خوا وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره: «تر څو چې افراطي ملایان په ټولنه کې وي، هېڅ هستي او افتخار نه راپاتې کېږي.»
مفتي منیر شاکر نن شنبه هغه وخت ووژل شو، چې د مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و او پرې بمي چاودنه وشوه.
له نوموړي سره پنځه کسان نور هم په دغه چاودنه کې ټپیان شوي دي.
سمیع سادات په خپل اېکس کې د مفتي شاکر په وژنه خواشیني څرګنده کړې او لیکلي یې دي: «مفتی شاکر د افغانانو د معاصر تاریخ تر ټولو لوی، غیرتمند، غرتمند او صادق دیني عالم وو. زموږ په منطقه کی افراطی ملایان د افغانستان ټوله هستی او افتخارات ویجاړ کړل، حتی د اسلام مقدس دین صادق بچیان هره ورځ ددی خوارجو له خوا وژل کېږی. افغانان دې په دې پوه شی چی د ملایانو په موجودیت کی هېڅ هستی او افتخار نه پاتی کېږی. پر موږ ټولو مسلمانانو فرض دی، چی خپل دین او وطن د دې خوارجو څخه پاک کړو».
مفتي منیر شاکر پښتون دیني عالم او قامي شخصیت وو، چې په لنډه موده کې د خپلو دیني او قامي بیانونو له امله ډېر زیات مینه وال پېدا کړل.
نوموړي په خپل بیانونو کې په پښتنو ملایانو هم نیوکې کولې او دعوه یې کوله چې د اسلام په اړه ناسم پوهاوی خلکو ته وړاندې کوي.
د پښتنو دغه ستر عالم او ملتپاله شخصیت نن ماذیګر د خېبر پښتونخوا په اورمړو کې د جومات په دروازه کې د بم د چاودنې په پېښه کې ټپي او وروسته په روغتون کې ومړ.