د بریټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تازه څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هغه «دېکتاتور» نه دی او د یوه ډېموکراټیک بهیر او ازادو ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۲۰مه) له جيبي نیوز سره په یوې مرکه کې زیاته کړې، چې د ټرمپ ټولې څرګندونې باید جدي ونیول شي او په وینا یې، ځیني ښايي ډېرې ناسمې وي.
هغه په خپلې مرکه کې ویلي چې که څه هم اوکراین سملاسي د ټاکنو ترسرهکولو ته اړتیا نهلري، خو زیاتوي چې د سولې او اوربند تړون وروستۍ بڼې له ټاکل کېدو وروسته د دغه هېواد خلک کولای شي څو د خپل راتلونکي په هکله فکر وکړي.
نابجل فراج ټینګار کړی چې د اوکراین د راتلونکي په تړاو یوازې او یوازې د دغه هېواد خلک حق لري پرېکړه وکړي او باید تر بهرني فشارونو یا ګواښونو لاندې ونه نیول شي.
د بریټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر ویلي، د سولې موضوع باید د مذاکراتو پر میز روښانه شي او اروپایي هېوادونه باید د دفاعي لګښتونو لپاره پوره مسوولیت پر غاړه واخلي او په اند یې، د امریکا متحدهایالات د اروپايي هېوادونو لپاره د لوړو دفاعي لګښتونو له ورکړې څخه ستړي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروټ شبکې له لارې په یوه توند پیغام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي «له ټاکنو پرته دېکتاتور» وباله او په وینا یې، هغه امریکا په جګړه کې ښکېله کړه.
ټرمپ ویلي و، چې زېلېنسکي په اوکراین کې ډېر کم محبوبیت لري او له همدې امله نوموړی د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.