یوه امریکایي قاضي د سې شنبه په ورځ د اېلان ماسک او د هغه د «دولت د موثریت ادارې» څخه د فډرالي کارکوونکو د اخراج او د ادارو د معلوماتو د لاسرسی د موقتي بندیز غوښتنه رد کړه.
څوارلسو ډېموکراټیکو واک لرونکو ایالتونو تېره اونۍ د ماسک د قانوني واک پر ضد دعوی وړاندې کړه، خو د ښار د قاضي ټانیا چټکان د دوی بېړنۍ غوښتنه رد کړه.
د راپورونو پر بنسټ، دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره بری دی، ځکه چې هغه غواړي د حکومت د کارکوونکو شمېر کم کړي.
چټکان وویل: "شکایت کوونکو په کافي اندازه ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.»
دا پرېکړه د ټرمپ د حکومت د کاري ځواک کمولو په هڅو کې مهمه ده او ښیي، چې قاضي د فډرالي ادارو د چلولو په اړه ماسک ته د ځانګړو فعالیتونو اجازه ورکوي.
د حکومت د موثریت اداره یوه خپلواکه اداره ده، چې د نړۍ بډایه شخص او د ټرمپ تر ټولو لوی ملاتړی اېلان ماسک لهخوا اداره کېږي.
د دغې ادارې موخه د حکومت په مصرف کې سلګونه میلیارډ ډالره کموالی دی.
د هغه پلانونو په مؤثره توګه ځیني فډرالي ادارې وتړلې ، په زرګونو کارکوونکي یې کور ته واستول او په ټول هېواد کې یې قانوني جګړې راپورته کړې.
څوارلسو ډېموکراټیک واک لرونکو ایالتونو ادعا وکړه، چې ماسک او د هغه اداره د قانوني کړنو واک نه لري ځکه چې هغه په رسمي ډول د ولسمشر لهخوا نه و نومول شوی او د مشرانو جرګې له خوا تایید شوی نه دی.
د شکایت کوونکو په وینا، ماسک د فډرالي حکومت د کړنو په اړه پراخ او له محدودیتونو پرته واک لري، چې د قانوني نظارت او محدودیت پرته دغه مهمې پرېکړې کوي.
دوی د دې شکایت کوي، داسې یو فرد چې د دې ادارې لپاره په رسمي توګه نه دی ټاکل شوی، څنګه کولی شي، دا ټولې پرېکړې وکړي.
دوی زیاته کړې: «ماسک او د هغه اداره نه یوازې دا چې په حکومتي پرېکړو کې پراخ واک لري، بلکې د حکومت حساسو داخلي معلوماتو، سیسټمونو او مالي زېرمو ته هم لاسرسی لري، چې دا د امنیتي خطرونو لامل ګرځېدلی شي.
که څه هم قاضی چټکان د اېلان ماسک ادارې جوړښت او صلاحیتونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو بیا یې هم د شکایت کوونکو غوښتنه رد کړې.
هغې زیاته کړه: «مدافعان ممکن داسې اقدامات وکړي، چې شکایت کوونکو ته به بېرته زیان ورسوي.»